IQNA

د قرآن  کریم د نړیوال نندارتون یو دیرشم پړاؤ پاي ته ورسید

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوال نندارتون یو دیرشم پړاؤ چې د وري  یا حمل د میاشتې له لومړۍ نيټې د تهران په امام خمینی عیدګاه کې پیل شوی ؤ ،بیګا شپه یعني د وري د میاشتې په څوارلسمه پاي ته ورسید.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د قرآن کریم نړیوال نندارتون په داسې حال کې پاي ته ورسید چې ډیری خلکو ئې ډير ولولناک او تود هرکلی وکړ او  وئيل کیږي، چې په میلیونونو کتونکي ئې درلودلي دي. په دغه نندارتون کې دکتابونو پر نندارې سربیره ځیني نور پروګرامونه هم ترسره شول چې په هغو کې د د غزې  او فلسطین موجوده حالاتو ته په پآم سره د قرآني محفلونو د لاژوندي ساتلو لپاره د اسلامی امت له اوسنیو حالاتو سره د قرآني  انس  او سپارښتنو تړل او له دغه آسماني کتاب سره د  زلمیانو او ځوانانو د لازیاتې مینې او انس  په خاطر د سمینارونو ترسره کیدا وه.

ایکنا نیوز په دې اړه یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوي.

 
 

https://iqna.ir/en/news/3487773